په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت پلاوي د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو په انتقال کې د ستونزو په اړه په کراچۍ کې د ګمرک له عمومي رییس سره لیدلي دي. د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب، په کراچۍ کې افغان جنرال کونسل سید عبدالجبار تخاري او د تجارتي آتشې مسوول آغامیرفاروقي په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو په برخه کې د ناڅاپي ستونزو د رامنځته کېدو له امله د دغه ښار د ګمرک له عمومي رییس، افتخار احمد سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې چې د سفارت پلاوي له نوموړي څخه د شته ستونزو د ژر تر ژره هواري غوښتنه وکړه. شکیب هغوی ته جوته کړې چې دا مهال د افغان سوداګرو له اموالو څخه ډک زرګونه موټر د کراچۍ په بندر کې د نویو سختو شرایطو لګولو له کبله ولاړې دي او د هرې ورځې په تېریدو سره پرې ملا ماتوونکې مالیه لوړیږي چې د افغانستان اقتصاد او افغان سوداګرو لپاره لویه ننګونه ده. سفارت ویلي، پاکستاني لوري وویل چې مرکزي حکومت ورته داسې امر کړی، او ژمنه یې وکړه چې له اسلام آباد سره به دا ستونزه شریکه او د حل لارې به ورته پیدا کړې. د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر سردار احمد شکیب همداراز هغوی ته وویل، تر دې چې دا مسئله په لوړه کچه حل کیږي؛ درې یا څلور میاشتو پوري دې افغان سوداګرو ته وخت ورکړل شي ترڅو بند پاتي مالونه انتقال او د راتلونکي لپاره له نویو شرایطو سره د ځان عیارولو په اړه خپله پرېکړه وکړي.
































