وروسته تر هغه چې د امریکا میناپولیس ښار کې یو تورپوستی ووژل شو ددغه ښار امنیتي وضعیت سخت ترینګلی شوی دی. د یاد ښار پولیسو ویلي چې نن یو وسله وال کس په دغه ښار کې پر خلکو ډزې کړې دي او ۱۲ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دوی وایي چې په یاده پېښه کې یو تن ځای پر ځای وژل شوی او ۱۱ نور بیا روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ځینو یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. بلخوا راپورونه وایي چې د تېرې جمعې په شپه هم په دغه ښار کې په ورته پېښه کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
































