د افغانستان د سرپرست حکومت لوړ پوړي غړي د بریتانیا د شهزاده لخوا د ۲۵ افغانانو وژلو په غبرګون کې ویلي، چې هغوی دشطرنج مهرې نه؛ بلکې انسانان وو. د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې ۲۵ ط البان وژلي دي. د راپور له مخې، هري د خپل ژوند لیک په خپرولو سره ويلي چې افغانستان کې يې د يادو کلونو پر مهال د چورلکې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده. د سرپرست حکومت سلاکار او د سیاسي کمېټې غړي انس حقاني په دې اړه کلک غبرګون ښودلی دی. هغه پخپل یو ټویټ کې هري مخاطب کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی هیري! کوم کسان چې تا وژلي، هغوی د شطرنج مهرې نه؛ بلکې انسانان وو. انسان حقاني هري پر جنګي جرم تورن کړی او ویلي یې دي، چې تا رښتیا هم ویلي چې زموږ بې ګناه وګړي ستاسو پوځیانو لپاره د شطرنج د مهرو په څېر وو، خو بیا هم په دې لوبه کې تاسو ماتې وخوړه.
































