د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې وروستي محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي دي. د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت ارزولو لپاره افغانستان ته راځي او په دې اړه به د ا.ا له چارواکو سره لېدنه او خبرې وکړي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي له افغان نجونو او ښځو سره پر خپل پیوستون باید عمل وشي. له دې سره سم، د ا.ا ویاند د ولکر تُرک ادعا ردوي او وايي، هڅې روانې دي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق رعایت شي. تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې، په نږدې راتلونکې کې به په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال په بهرنیو موسساتو کې د ښځو د کارونو د ځنډېدو په تړاو د ا.ا له چارواکو سره د خبرو په موخه افغانستان ته راشي.
































