د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو وار بیا تور پورې کړی چې ایران له روسیې سره پوځي مرسته کوي. نوموړي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او دا هېواد د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې ته لمن وهي. نوموړي دغه راز لیکلي چې امریکا د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالیستیک توغندیو په پروګرامونو کې پر ښکېلو اوو کسانو بندیز هم لګولی. امریکا تر دې وړاندې ویلي وو چې ایران او روسیه یو د بل قوي ملاتړي هېوادونه دي. بلېنکن یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ اوکراین د روسیې د ۴۵ ایراني ساخت الوتکو د را غورځېدو خبر هم ورکړی و. ایران بیا تر دې وړاندې له روسیې سره د مرستو خبرونه رد کړي دي.
































