ایران او پاکستان یو وار بیا په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی. د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلاول بوټو او امیر عبداللهیان دغه راز په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدل هم د اندېښنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې ا.ا باید نجونو ته د زده کړو حقونه ورکړي. د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو ا.ا بیا تل ویلي چې حکومت یې پراخ بنسټه او د ټولو لورو استازو ته په کې برخه ورکړل شوې ده.
































