د سعودي عربستان او پاکستان پوځي چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر سعودي عربستان ته سفر کړی او ددې هېواد دفاع وزیر خالد بن سلمان سره یې لیدلي دي. ورته مهال د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې هېواد لوی درستیز به د جنورۍ تر لسمې نېټې له سعودي عربستان سربېره متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر تر ټاکل کېدو وروسته دا بهر ته د نوموړي لومړی سفر بلل شوی دی.
































