د ترکیې یو وتلی دیني عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی، په یوه کتنه کې د ا.ا پوهنې وزیر ته ویلي چې له ښوونځیو د نجونو را ګرځول د منلو نه دي. د ا.ا د پوهنې وزیر حبیب الله اغا څو ورځې وړاندې ترکیې ته په سفر تللی و. د مسلمانو عالمانو د ټولنې ترکي غړي ډاکتر محمد غورماز له نوموړي سره کتنه کې ټينګار کړی چې د یوه دیني عالم په توګه د ط البانو د سرپرست حکومت له خوا ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو منع کول نه شي منلی. نږدې ۴۸۰ ورځې کېږي چې ا.ا له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.
































