له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو بندېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله، د افغانستان بانک وايي چې له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ځنډېدل حقیقت نلري. تېره ورځ یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوري له قوله خبر ورکړ چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړي چې هره اونۍ به یې دغه هیواد ته استولې ځنډولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا څلورو اونیو راپدېخوا، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړو د انتقال په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.
































