د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانانو لپاره د حیاتي بشري مرستو په برابرولو کې ښځینه کارکوونکې مخکښ رول لوبوي. اوچا نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې ښځې د هغو هڅو سرلارې دي چې هدف یې د هغو افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارو موندل دي چې د څلورو لسیزو جګړو او ځورونې له امله اغېزمن شوي دي. د اوچا په وینا هغه وضعیت چې په میلیونونه افغانان یې له هېواده بهر کډوالۍ او هم په هېواد کې دننه بېځایه کېدو ته اړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په وینا د افغانستان نږدې ټول وګړي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري چې ویې خوري.
































