د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون مکسیکو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د شمالي امریکا د هیوادونو د مشرانو سره د کډوالۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په هکله خبرې اترې او غونډې وکړي. بایډن به نن او سبا سې شنبه د مکسیکو د ولسمشر اندریس مانیول لوپیز اوبرادور او د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو سره جلا جلا او درې په درې مجلسونه ولري. سره له دې ویل شوي چې په دې سفر کې به د سوداګرۍ او چاپیریال ساتنې په هکله هم خبرې وشې خو جو بایډن ټینګار کړی چې غواړي په غیر قانوني کډوالۍ او د نشه یي توکو په خطرناک قاچاق ډیر تمرکز ولري.
































