اوکراین د روسیې هغه ادعا پروپاګند بللې چې وايي، په یوه برید کې یې سلګونه اوکرایني پوځیان وژلي دي. مسکو پرته له دې چې څه شواهد وړاندې کړي ادعا کوي چې په ختیځ ښار کراماتورڅک کې یې د ډله ییزو توغندیو برید کې تر ۶۰۰ اوکراییني سرتیري وژلي. راپورونه وايي د روسیې دا کار د نوي کال په شپه د روسيې پر یوې اډې د اوکراین د برید د هغه غچ ځواب دی چې لسګونه روسي سرتېري یې ووژل. خو اوس د اوکرایین پوځ وايي دا خبره بې بنسټه ده او حقیقت نه لري.
































