په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ډېر شوي تاوتریخوالي د نیوکو پر دوام، تازه ملګرو ملتونو هم غبرګون ښودلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي چې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د تمې خلاف د تاوتریخوالي کمېدو پر ځای د طالبانو لوري جګړه شدیده شوې ده. افغان حکومت هم وایي چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی ډېر شوی او ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده. طالبان بیا دا راپور یوه تشه ادعا بولي او افغان حکومت د جګړې په ډېرولو تورنوي.
تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، ټاکل شوې وه چې ډېر ژر بین الافغاني خبرې پيل شي او تر هغه وروسته به پر اوربند بحثونه کېږي چې په افغانستان کې به جګړې کمې کړي. خو اوس د تمې پرخلاف جګړه ډېره شوې او طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي. نه یوازې دا، بلکې طالبانو د کرونا وبا د خپرېدو له پيله د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنې ته هم منفي ځواب ورکړ او جګړو ته یې ادامه ورکړه.
اوس تازه ملګري ملتونه په یوه راپور کې چې په راتلونکو دریو ورځو کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي، ویلي چې طالبانو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته په خپلو بریدونو کې ډېروالی راوستی دی. په دغه راپور کې راځي: ((طالبانو د سولې هوکړې وروسته د تمې پرخلاف بریدونو کې دوه سلنه ډېروالی راوستی دی)).
د ملګرو ملتونو په راپور کې پر طالبانو غږ شوی چې له جګړو لاس پر سر شي او دواړه خواوې دې ژر تر ژره د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي. ملګري ملتونه وایي چې د کرونا وبا او جګړو په افغانستان کې فقر او کډوالي ډېره کړې او د دې اړتیا ده چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي او مذاکرات مثبتې پایلې ولري.
له دې سره جوخت د ملي امنیت شورا هم وایي چې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي. د دغې شورا ویاند جاوید فیصل وایي، طالبانو په تېره یوه اونۍ کې په اتلسو ولایتونو کې ګڼ بریدونه کړي چې ۱۸ ملکیان یې وژلي او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي. ملګري ملتونه بیا وایي چې طالبانو د هوکړې تر لاسلیک وروسته په درېیو میاشتو کې ۵۵۴۳ بریدونه کړي چې دوه سلنه زیاتوالی ښيي، خو برعکس د افغان حکومت په هوايي بریدونو کې بیا ۴۷ سلنه کموالی راغلی دی.
بلخوا د سولې د مرکچي پلاوي غړي بیا وایي چې د کرونا خپرېدو او ځینو نورو مسایلو لکه د زندانیانو په ازادۍ کې ځنډ د سولې مخامخ خبرې ځنډولې دي. د افغان حکومت له لوري د دغه پلاوي غړی نادر نادري بیا وایي چې د هېواد له مخورو او مشرانو سره د سولې په تړاو مشورې روانې دي او په وینا یې، په دغو مذاکراتو کې به سرې کرښې د همدې مشورو پر بنسټ تعنېږي.
له دې سره جومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې په دوحه کې د قطر دفتر له مشر سره پر سوله خبرې کړې دي. نوموړې ټینګار کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي. هغې همدا راز په افغانستان کې د اقلیتونو، ماشومانو او مېرمنو د حقوقو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی دی.
طالبانو بیا په یوه غبرګون کې د ملګرو ملتونو او ملي امنیت شورا راپورونه تشې ادعاوې بللې وې او په خبره یې افغان حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول دی، ځکه هوایي بریدونه کوي، صحي مرکزونه په نښه کوي او عام خلک وژني.
تر ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش جان سوپکو هم په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي او د سولې هوکړه د تاوتریخوالي د کمېدو سبب نه شوه. نوموړي ټینګار کړی و چې باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي څو دلته روانه جګړه پای ومومي.
































