د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نهدي لګېدلي او هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نهدی راغلی. سیګار ویلي، امریکا له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نېږدې ۹۶۲.۶ میلیونه مرسته کړې وه خو د سیګار په خبره، د کانونو د اړوند قوانینو په اصلاح کې د افغانستان ناتواني، د چارواکو او مسولینو ژر تبدیلي، ناامني، فساد، د زیربناو نشتوالی او د استخراجي صنایعو د روڼتیا له سټندرډ څخه د افغانستان تعلیق کول لامل شول چې د کانونو د استخراج په برخه کې شوې مرستې نتیجه ور نهکړي. سیګار د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکايي ادارو لهخوا د مرستو نه څارلو ته هم اشاره کړې، چې له امله یې د دغې ادارې په وینا، ټاکل شوی هدف لاس ته رانهغی.
































