زرګونه کسانو په سوریه کې د ایراني وسله والو د حضور پر وړاندې لاریون کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کسان په بصرالشام ښار کې راټول شوي وو او د ایران ضد شعارونه یې ورکول. دوی د بشار الاسد د حکومت ضد شعارونه هم ورکول او هغه یې د عامو وګړو په وژلو تورن کړ. دغه سوریايي لاریون کوونکي وايي چې ایران یې د هېواد په نارامیو کې لاس لري او ژر تر ژره دې هغه وسله وال له سوریې وشړل شي چې د ایران له ملاتړه برخمن دي. ایران دمګړی په سوریه کې ګڼې وسله والې ډلې لري چې په دې ډلو کې یې ګڼ افغانان هم د سوریې جګړې ته لېږلي دي. ایران له همدې امله د امریکا له لوري په سیمه کې د جګړو او ترهګرۍ ستر ملاتړی بلل شوی دی.
































