د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال بلخ ته د سفر پر مهال د شمالي ولايتونو لپاره له يو شمېر واليانو سره د کانونو د استخراج په اړه خبرې کړې دي. له نوموړي سره په سفر کې چې د کانونو او پټرولیم وزیر هم ملګری و، د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګانو له واليانو او د کانونو رییسانو سره د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه خبرې او سپارښتنې کړې دي. برادر خپلو مسوولینو ته ويلي چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د ده په خبره د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې دې پوره هڅه وشي. دغه راز یې خپلو امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره پاملرنه وکړي.
































