د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ غوښتونکې ده او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وكړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تكل ويلي چې کابلوف پرون کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره يې پر سیمه ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې. هغه وايي په دې لیدنه کي متقي وويل روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او د دغه هېواد له چارواکو یې مننه وکړه چې په مسکو كې يې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. سرچينه د متقي له قوله زیاتوي چې افغان حکومت لېواله دی چې په مسکو کې خپل ډیپلوماتیک حضور پراخ کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز له کابلوفه وغوښتل چې روسيه دې له افغانستان سره پر هغو لارو چارو کار وکړي چې له مخې يې سوداګري لا وده وكړي.
































