د امریکا لوی څارنوال مریک ګارلنډ ځانګړی مفتش ټاکلی څو معلومه کړي چې څنګه د حکومت محرم اسناد د ولسمشر جو بایډن په شخصي کور او دفتر کې ساتل شوي و. لوی څارنوال ویلي چې د مریلنډ ایالت لپاره پخوانی فدرالي څارنوال رابرټ هور یې ګمارلی چې په دې هکله پلټنې وکړي. ګارلینډ په عدلیې وزارت کې خبریالانو ته ویلي چې د دې اسنادو په هکله د پلټنو لپاره د هور ټاکل دا څرګندوي چې دا وزارت د حساسو موضوعاتو په هکله خپلواکۍ او حساب ورکولو ته ژمن دی. تر دې وړاندې یو شمیر جمهوري غوښتونکو هم د لوی څارنوال څخه غوښتي و چې د ولسمشر جو بایډن په هکله د پلټونو لپاره دې ځانګړی مفتش وټاکي.
































