د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې سره هم مهاله، د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه شورا دې نه یوازې داچې له ط البانو څخه پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړي، بلکې د هغه کسانو ځپل دې هم پای ته ورسوي چې د د غه محدودیتونو په اړه غږ پورته کوي. د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې مسوولې یمیني میشرا ویلي چې د فقر سطحې لوړېدو سره، په غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه د ط البانو پرېکړې افغانستان نور هم له بشري بحران سره مخ کوي. د اغلې میشرا په وینا دغه محدودیتونه اوس مهال په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او سختې خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوي دي، په داسې حال کې چې روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته د ښځو لاس رسی کم شوی دی.
































