د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشکیلاتو ارزونې په موخه دوه کمېټې جوړې کړې، څو د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل او غیر ضروري بستونو پلانونه وارزوي.
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء د اداري مرستیال په مشرۍ تېره ورځ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د چاپېریالساتنې ملي پالیسۍ مسودې د طرحې، د خوندي یا محافظت شوو ساحو د لېږد طرحو او واحدې مرجع ته د هغو عوایدو د لېږد او د ښکار په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې حقوقي او مسلکي مسوولیتونو او صلاحیت د طرحو په څېر موضوعات د اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو او صلاحیتلرونکو استازو له لوري په هر اړخیز ډول وارزول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.
































