د برېټانیا حکومت له اوکراین سره د نویو ټانګونو او توپچي سیسټم د ورکړې ژمنه کړې. د برېټانیا لومړي وزیر رشي سوناک تېره ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر کیف ته چېلنجر ټانکونه او نور توپچي سیسټمونه ورکړي.
که څه هم سوناک د دغو جنګي ټانګونو شمېر نه دی ښودلی، خو یو شمېر بریټانوي رسنیو راپور ورکړی چې بریټانیا به له اوکراین سره د ۱۲ چېلنجر دوو ټانګونو مرسته وکړي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څخه به څلور ټانکونه ژر تر ژره اوکراین ته ولېږدول شي او پاتې اته به یوه موده وروسته کیف ته ورکړل شي.
































