امريکايي رسنيو له اوکراينه په راپورونو کې ويلي چې روسیې د دغه هېواد پر مختلفو ښارونو د توغنديزو بريدونو نوې څپه پيل کړې ده.
سکای نیوز ويلي چې د اوکراين په څلورم لوی ښار دنيپرو کې پر يوه استوګنیزه ودانۍ د روسيې له لوري د توغول شوي يوه توغندي د لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي او تر ۶۰ ډير نور ټپيان دي.
دا پېښه پرون ماښام شوې او راپورونه کې راغلي چې اوکراين کې ژغورنډلو ټوله شپه تر خاورو د لاندې شويو کسانو د را ايستلو عملياتو ته ادامه ورکړه.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي چې د روسیې د پرونيو توغنديزو بريدونو قربانيان ښايي ډير وي چې د ژغورنې د عملياتو تر بشپړيدو وروسته به یې کره شمېرې اعلان شي.
پر دنيپرو سربېره په کييف، خارکيف او لويو ښارونو کې هم د روسیې توغندي لګيدلي دي.
































