په فراه کې يخنۍ او توندو بادونو د شنو خونو مالکانو ته درانه زيانونه ور اړولي دي. په دغه ولايت کې د شنو خونو مالکان وايي چې پر درې زره جريبه جوړې کړې شنې خونې یې د توندو بادونو او يخنۍ له کبله زيانمنې شوې او د ټول زيان کچه یې تر دريو ميليونو ډالرو اوښتې ده. د فراه د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې په زيانمنو شويو شنو خونو کې بادرنګ او روميان کرل شوي وو چې د يخنۍ څپې او توندو بادونو له منځه وړي دي. د يادونې وړ ده چې د فراه ۸۵ سلنه اوسيدونکي پر کرنه بوخت دی او دغه ولايت د هغو محدودو ولايتونو له ډلې يو دی چې بزرګرانو یې په وروستيو کې په پرمختللې او صنعتي بڼه کرنې ته مخه کړې ده.
































