سپينې ماڼۍ ويلي چې د ولسمشر جو بايډن په کور کې پنځه پاڼې نور محرم اسناد موندل شوي دي. ويل کيږي چې دا اسناد د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ د مهال دي چې بايډن یې مرستيال و. د امريکا د عدلیې وزارت ويلي، يو پلاوی یې ټاکلی څو مالومه کړي چې بايډن له پټو دولتي اسنادو سره د چلند په برخه کې قانون مات کړی او که څنګه. تر دې وړاندې د واشنګټن په يوه څيړنيز مرکز کې د بايډن په دفتر کې د پټو دولتي اسنادو يوه بله بسته هم موندل شوې وه. د بايډن وکيل ويلي چې د پټو اسنادو لومړۍ بسته د تېرې چهارشنبې پر ورځ د امنيتي منسوبينو د تلاشۍ پر مهال موندل شوې وه، خو په خبره یې چې دويمه بسته د پنجشنبې پر ورځ ده خپله د بايډن په استوګنځي کې موندلې او د عدليې وزارت مسوولينو ته یې سپارلې ده. تر دې وړاندې په فلوريډا کې د امريکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په استوګنځي کې هم پټ دولتي اسنادو موندل شوي وو چې له کبله یې د امريکا په سياسي مجلسونو کې تاوده بحثونه پيل شوي وو.
































