په بورکينافاسو کې د حکومت ضد توندلارو ۵۰ مېرمنې برمته کړې دي. د فرانسې خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې ۳۰ مېرمنې د تېرې پنجشنبې او ۲۰ نورې بيا د تېرې جمعې په ورځ برمته شوې دي. چارواکو ويلي چې د برمته شويو مېرمنو د ځای ځايګي مالومولو په موخه د پوځ او ملکي استخباراتو کشفي عمليات ناکام شوي او دوی پر دې نه دي بريالي شوي چې د هغوی د ژغورلو لپاره ګام پورته کړي. د افريقا په لويديځ کې پراته بورکينافاسو هېواد کې له ۲۰۱۵ کال راهيسې خلک د توندلارو له لوري د پيل شويو ګډوډيو له کبله کړيږي. د توندلارو فعاليتونه په تېرو اوو کلونو کې د لسګونو زرو تنو د وژل کيدو او ميليونونو نورو د بې ځايه کېدو سبب شوي دي.
































