په پاکستان کې د ډالرو د کمښت له امله ددې هېواد اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی او بانکونو د وارداتي مالونو د پیسو له ورکولو ډډه کړې ده. له دې سره په یو وخت پاکستاني سوداګر وایي په زرګونو کانټینرونه وارداتي توکي یې په کراچۍ بندر کې ځکه بند پاتې دي چې د تادیاتو تضمین نشته او بانکونه د وارداتي توکو د پیسو له ورکولو انکار کړی دی. ویل کیږي د دولتي بانک د زیرمو کچه دا اونۍ شپږ میلیارد ډالر ښودل شوې چې په نږدې نهو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ده او د اقتصادي شنونکو په وینا د پاکستان اوسنۍ زیرمې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو تادیه کولو لپاره کافي دي.
































