جاپان له هند سره ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي. د جاپان د دفاع وزارت نن د يوه بیان په خپرولو سره ويلي چې پوځ يې د لومړي ځل لپاره د هند له پوځ سره د جنګي الوتکو په ګډون پوځي تمرينونه پيل کړي دي. په بيان کې زياته شوې چې جاپان تر دې مخکې دا وړ تمرينونه يوازې د امريکا له متحدو ايالتونو، استراليا او بريټانيا سره کول. په دې تمرينونو کې د جاپان له لوري څلور اېف – ۲ او څلور اېف – ۱۵ جنګي الوتکې برخه لري، په داسې حال کې چې د هند له لوري به پکې څلور سو – ۳۰ اېم کې ای، دوې سي – ۱۷ او دغه راز يو ای اېل – ۷۸ د تېلو ټانکر ونډه ولري. د هند او جاپان دغه ګډ پوځي تمرينونه په ۲۰۲۰ کال کې پلان شوي وو خو د کرونا وبا له کبله پر وخت ونه شول. د دې تمرينونو لومړنۍ هوکړه په ۲۰۱۹ کال کې په نوي ډيلي کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو تر منځ شوې وه. د هند او جاپان ګډ پوځي تمرينونه د جاپان په هياکوري هوايي اډه کې پيل شوي او د جنوري تر ۲۶مې نېټې پورې به روان وي.
































