د آلمان دفاع وزیرې کریسټین لمبرېڅټ وروسته له هغې له دندې استعفا وکړه چې، تېروتنو یې پراخ غبرګونه راورپارولي و. د آغلې لمبرېڅټ د استعفا خبر داسې مهال خپرېږي چې، د آلمان حکومت تر فشار لاندې دی چې اوکراین ته د جرمني ډوله ټانکونو د استولو اجازه ورکړي. له دې وړاندې د لمبرېڅټ هغه اقدام هم د ملنډو لامل شوی و، چې اعلان یې کړی و، د ۵۰۰۰ هلمېټ خولیو په استولو به اوکراین سره پوځي مرسته وکړي. پر نوموړې دا نیوکې هم شته چې، د آلمان وسله وال پوځ د تجهیزاتو په ښه کولو کې پاتې راغلې ده. پر هغې د نیوکو دا لړۍ هغه مهال پیل شوه چې خپل زوی یې په پوځي الوتکه کې په سفر بیولی و.
































