د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي. دغه سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د ا.ا د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ. دغې موسسې ویلي، دوی ته د ط البانو له خوا ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولی شي. د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې موسسو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و درول چې ا.ا تېره میاشت د دوی ښځینه کارکونکې له دندو منعه کړې. د ماشومانو د ژغورنې کمېټې هم ویلي، چې دوی ته د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی او بېرته خپل فعالیتونه پيلوي.
































