د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي تېره اونۍ د افغان ځواکونو لپاره په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو ژمنې او څرګندونې بې مانا دي. دده په خبره طالبانو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی بلکې خپل بریدونه یې ډېر کړي دي. د نوموړي په وینا طالبانو تېره اونۍ په ۳۲ ولایتونو کې ۴۴۲ بریدونه کړي، چې د افغان پوځ ۲۹۱ سرتېري یې وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي. امنیت شورا دغه راز تېره ورځ ویلي وو چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په اتلسو ولایتونو کې ګڼو افغان ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
































