ایراني رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي له خولې راپور ورکړی دی چې افغانستان او ایران د هر اړخیزو همکاریو پیاوړتیا لپاره پر یو سند کار کوي. رحماني زیاته کړې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې پر وروستیو ستونزو خبرې کړې دي او دوی وړاندیز کړی دی چې دواړه هېوادونه باید د هر اړخیزو اړیکو ټینګښت په موخه یو سند چمتو کړي. نوموړي زیاته کړې، اتمر ډاډ ورکړی دی چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به یاد سند چمتو او د دواړو هېوادونو لخوا تر تصویب وروسته پلی شي. رحماني دغه راز د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني پوله ساتو وروستیو تاوتریخجنو کړنو ته په اشارې ویلي چې له افغانستان څخه د وراوښتونکو غیر قانوني کډوالو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو امنیتي تړون شته دی چې له دې وروسته به په منظم ډول د پولو د ګډو کمیسیونونو له لوري پلی او تعقیب شي.
































