د امریکا یو مخکښ سیاسي کارپوه براین ټیرل وایي، واشنګټن په افغانستان کې ګډوډیو ته لمن وهي. د نوموړي په باور امریکا په دې توګه غواړي له افغانستان سره د روسیې، چین او ایران د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړې، امریکا ځکه له یو خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه وېره لري چې نه غواړي دا هېواد خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې په خپله خوښه ورغوي. نوموړي زیاته کړې، له پیله تر اوسه په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د ډیموکراسۍ د پایښت په موخه نه و، بلکې د دې اشغال موخه دا وه چې د جګړو اور تازه وساتي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایي ځواکونه به په ټاکلې موده کې له افغانستان څخه ووځي کنه ویلي، امکان نلري چې امریکایي سرتېري به په ټاکلې موده کې له دغه هېواده ووځي، ځکه دده په خبره امریکا خپلې ګټې په جګړه کې لټوي او هغوی د خپلو ګټو لپاره له ژمنو په شا کېدای هم شي.
































