د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکلاهوما ایالت کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې ویلي، چې که ایران د امریکا تر ټاکنو پورې په تمه پاتې شي نو له امریکا سره دې د نوې هوکړې دروند پور هم له یاده نه باسي. نوموړي زیاته کړې، ایران له زړه غواړي چې له امریکا سره یو توافق ته ورسېږي خو په وینا یې اوس ټاکنو ته په تمه دي او غواړي وګوري چې څوک واک ته رسېږي څو دوی ورسره ساده او په خپله ګټه نوی توافق وکړي. هغه ایران ته خطاب کې ویلي، امریکا ته انتظار سخت نه دی خو که بیا ټرمپ ولسمشر شي نو تاواني کېږي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ایران غواړي، دی ناکام او دوی د امریکا مالکان شي خو په خبره یې دا خوب به یې هیڅکله رښتیا نشي.
































