د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د کابل- غزني لويې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله يوې ښځې او یوه نارینه خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې پېښه پرون مازدیګر د سیداباد ولسوالۍ په شش کلا سیمه کې د یوه ټیلري او لوکسل موټرو د ټکر له امله شوې ده. سرچینې ویلي په یاده پېښه کې یوې ښځې او یوه نارینه خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوه ښځه او يو نارينه ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپیان د سیداباد ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
































