د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په کابل کې د سلګونو پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزي يې پرې کړي دي. د دغه شرکت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار د چمتلي برېښنا مدیریت اړوند د شکر درې ولسوالۍ په ځينو اړوندو سیمو کې د یولړ عمومي حشر په ترڅ کې له دوو دورو نه پورته د شاوخوا ۸۰۰ پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزي د کابل برېښنا فني کارکوونکو له خوا پرې شوي دي. سرچینې زیاته کړې په داسې حال کې چې د یادو پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزي مخکې د برېښنا فني کارکوونکو له خوا پرې شوي وو خو دوی په خپلسر د خپلې برېښنا مزي په بېرته نښلولو لاس پورې کړي وو. برېښنا شرکت خلکو ته ویلي چې د پېرودونکو له خوا د برېښنا لګښت پر وخت تحویلول د برېښنا مزو د پرې کېدو مخنیوی کوي.
































