د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ایجنسۍ کې د یوه ځانمرګي برید له امله ددوو پاکستانیو پولیسو په ګډون درې تنه وژل شوي او درې پولیس ژوبل شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې دا برید پرون د خیبر د جمرود په تخته بیګ سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی. ځایي سرچینو ویلي چې وسله والو لومړی پر پوستې ډزې کړې او بیا یوه تن ځانمرګی برید کړی چې له امله یې دوه پولیس او د هغوی د پوستې اشپز وژل شوي او درې نور پولیس ټپیان شوي دي. امنیتي مسوولینو ویلي چې تر برید وروسته په جمرود کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې او په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل شوي دي. د خیبر ولسوالۍ د پولیسو مشر عمران خان ویلي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی. ددې برید مسوولیت د پاکستان تحریک ط البان یا ټي ټي پي په غاړه اخیستی دی.
































