د ملګرو ملتونو ښوونیز او فرهنګي سازمان یونسکو وايي چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۲۴ نېټه، چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده. د یونسکو مشر ادرې ازولي په همدې مناسبت د افغان نجونو او ښځو د تعلیم د اساسي حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه هم کړې ده. د یونسکو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سازمان زده کړې نړیوال بشري حق ګڼي او وايي په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د نجونو او ښځو د زده کړو مخه ونیسي. سرچینې زیاته کړې، دا د نړیوالې ټولنې مسئولیت دی چې د افغان نجونو د تعلیم او زده کړو د حق په بېرته اعاده کولو کې عاجل اقدامات وکړي. د جنورۍ په ۲۴ نېټه یونسکو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه غونډه رابللې چې د دغه سازمان عمومي منشي به هم په کې ګډون کوي. په دې غونډې کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم په حقونو ځانګړی بحث کېږي.
































