امریکا او لویدیځو متحدینو پرون له اوکراین سره په داسې حال کې د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې ټاکل شوې سبا د شاوخوا ۵۰ هیوادونو استازي په جرمني کې راټول شي چې د اوکراین سره د مرستو په لارو چارو وغږیږي. سره له دې چې د امریکا په نویو مرستو کې د غربي هیوادنو هغه پرمختللي ټانکونه نه دي شامل چې اوکراین یې غوښتنه کړې خو د دفاع وزارت یا پنټګان په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې مرستو کې ۹۰ د مرمۍ ضد ټانکونه، ۵۹ اضافي جنګي موټر، د هوایي دفاع سیسمتونه او د سپکو او درنو وسلو لپاره مهمات شامل دي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې تازه مرستو سره به د اوکراین د زغرې لرونکو موټرو وړتیا لا لوړه شي. د امریکا تر څنګ بریتانیې، جرمني او فرانسې هم ژمنې کړي چې اوکراین ته به د روسیې سره د جګړې کولو په خاطر د مرمۍ ضد موټر ورکړي.
































