د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، که ط البان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. د دې وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل پرون یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو په اړه د ط البانو اوسنۍ کړنلاره بشري حقونو ته سپکاوی دی. هاخوا د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي چې نیویارک ته تللې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي. ریتنو مرسودي په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا له دایمي استازې لیندا توماس سره هم خبرې کړي او اغلې توماس وايي، اندونیزیا د افغان نجونو او ښځو له بشري حقونو ملاتړ کوي.
































