د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۳م کال کې ۲۸ میلیونه او درې لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا په تېرو پنځو کلونو کې شا و خوا ۳۵۰ فیصده زیاتوالی ښېي. دغې ادارې نن ویلي، د اقتصادي رکود، اقلیمي بدلون، لوږې او د شخړو اغېزو د خلکو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خوړو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي دي.
































