د روسیې د انرژي وزیر وایي چې هېواد به یې د مارچ له میاشتې وروسته پاکستان ته د خامو تېلو صادرات پیل کړي. د روسیې د انرژي وزیر نیکولای شولګینوف پرون په اسلام اباد کې ویلي چې له پاکستان سره یې موافقه کړې ده چې د تېلو په مقابل کې به د دوستو هېوادنو اسعار ورکوي. روسیه د امریکا او د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوست خطاب نه کوي، ځکه چې دې هېوادونو د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې یو لړ بندیزونه لګولي دي. د رویټرز اژانس په باور د پاکستان اسعاري زېرمې څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ته راښکته شوي چې له بهره د درې اونیو تېلو د پېرودلو لپاره هم بسنه نه کوي.
































