د بریټانیا د پارلمان ځينو غړو په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په اوسنی وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو د راکمولو وخت نهدی. دوی د بریټانیا له بهرنیو چارو وزارته غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د بریټانیا د پارلمان ځینې غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او بریټانیا باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له دې سره سم، د بریټانیا د نړۍوالې پراختیا وزارت وايي، ۴۷ بنسټونو په افغانستان کې په بشپړه توګه خپل فعالیتونه درولي او یا هم خپل فعالیتونه یې راکم کړي دي. له بل لوري د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې، افغانستان له څه باندې یوه کال راهیسې له بې مخینې لوږې سره مخ دی.
































