د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د زده کړو برخې رییس ويلي چې زده کړه امتیاز نه بلکې يو حق دی. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د زده کړو برخې رییس رابرټ جنکنيز په یوه ټویټ کې ویلي چې زده کړه د انسانانو حق دی نه یو امتیاز. هغه زياته کړې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې هر ماشومام د خپل استعداد غوړولو او زده کړې لپاره برابر فرصت لري. له بلې خوا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنگي سازمان یونیسکو د ۲۰۲۳ کال د زده کړې نړیواله ورځ هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې چې له زده کړو بې برخې پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ا.ا په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته او په دې وروستيو کې ښځې او نجونې تر دویم امر پورې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې.
































