د کورنیو چارو وزارت امنیتي مسوولینو د ژمي له یخې هوا څخه ژغورلو او درملنې په موخه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د نږدې دوه زره معتادینو د راټولولو ترڅنګ له معتادینو څخه د «پل سوخته» سیمې د پاکولو خبر ورکړی دی. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ولایتونو د هماهنګۍ ریاست مشر جلال عزیزي د دغه معتادینو د راټولولو پرمهال ویلي چې د یادو معتادینو د درملنې لپاره په کابل ښار کې د ۵ زره بستریز کمپلکس ترڅنګ درې زره بستریز کمپلکس هم چمتو شوی دی. نوموړي ویلي چې د اړتیا په صورت کې د څرخي پله زندان هم د معتادینو د درملنې لپاره په نظر کې نیول شوی دی.
































