سبا دوشنبه د افغانستان په څلورو حوزو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر خلاف د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف مطبوعاتي مسوول کمال شاه وايي، دغه کمپاین به د هېواد په څلورو حوزو لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې ترسره شي. یونیسف وايي، په دغه کمپاین کې به تر ۵ نیم میلیونو ډېرو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړل شي. یونیسف وايي په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوي او هڅه کېږي چې دغه لاسته راوړنه دغسې وساتل شي.
































