د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، بشري مرستندویه ادارو په افغانستان کې په روان ساړه ژمي کې تر اوسه تر شپېتهسلنه پورې زیانمنو کسانو ته مرستې رسولي. دي يادې ادارې ويلي، په دې ژمي کې چې په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی، ډېرو مرستو ته اړتیا ده. اوچا ویلي، چې تر اوسه ۵۶۵ زره او ۷۰۰ کسانو ته مرستې رسول شوي دي. د دې ادارې په وینا بشري مرستندویه ادارې له زیانمنو افغانانو سره د کمپلو او د تودوخې موادو مرستې کوي او هم هغوی ته د سرپناو پر ترمیم سربېره د کرایي کورونو لپاره نغدي پیسې ورکوي. اوچا درې ورځې مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۸،۳ میلیونه وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري چې دا یوازې په وروستیو پنځو کلونو کې ۳۵۰ سلنه زیاتوالی دی.
































