د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په ۱۴ نېټه به په ترکیې کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي. دا نوې نېټه د انتخاباتو د ټاکل شوې نېټې څخه یوه میاشت مخکې ده. اردوغان ویلي چې د خپل صلاحیت څخه به کار واخلي او د مۍ په ۱۴ نېټه به ټاکنې وکړي، هغه وايي دا نېټه یې د ښوونځیو د ازموینو لپاره ترتیب کړې ده. رجب طیب اردوغان له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په واک کې دی، هغه د ترکیې، چې مسلمان هېواد خو په رسمي ډول سیکولر بلل کېږي، سیاستونه بدل کړل. ویل کېږي چې اردوغان ته به دا ټاکنې ننګوونکې وي. مخالفو سیاسي ډلو هم د دغې نوې اعلان شوې نېټې هرکلی کړی خو لا هم د ۶۸ کلن اردوغان په مقابل کې د یو واحد کاندید د موندلو په اړه بحثونه کوي.
































