اروپایي ټولنې د ا.ا غوښتي چې سملاسي ټولو نجونو او مېرمنو ته د ښونځیو دروازې پرانیزي. د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښونځیو تړل د ط البانو د پخوانیو ژمنو خلاف یو کار دی. اعلامیه کې چې د دغې ټولنې پر وېبپاڼه خپره شوې راغلي، اروپایي ټولنه هیله لري چې د ط البانو حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي. اروپایي ټولنې له تعلیمه د نجونو منع کول د ښځو او مېرمنو لپاره لوی شاتګ بللی او ټینګار یې کړی چې د یوه پر ځان بسیا او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو زدهکړې مهمې دي.
































