له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدو د بهیر په دوام، د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په تېرو درې ورځو کې له دغه هېواد څخه د څه باندې درې زره افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن ویلي چې یاد ۳۵۶۹ افغان کډوال په هرات کې د اسلام کلا او نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي. د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ۷۰ کورنۍ هم شاملې دي چې شمېر يې ۲۵۲ تنو ته رسیږي. د دغه بیان له مخې ۳۵ کورنۍ د مرستې لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي. د معلوماتو له مخې د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا تر دې مهاله نږدې ۳۰ زره افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
































