په پاکستان کې په عمومي ډول د برېښنا پرې کېدو د کراچۍ او لاهور ښارونو په ګډون ددغه هېواد لږترلږه ۲۲۰ میلیونه نفوس اغېزمن کړی دی. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا ستونزه پرون سهار رامنځته شوې او تر اوسه په بشپړه توګه نه ده هواره شوې. د پاکستان دانرژۍ وزارت پرون خبر ورکړی چې د سهار په شاوخوا اوه نيمو بجو ددوی د برېښنا په مرکزي سیسټم کې کومه ستونزه پیدا شوې وه، چې له امله یې د پاکستان په ډېرو برخو کې برېښنا قطع شوه. ډان ورځپاڼې ویلي چې د انرژۍ وزارت ژمنه کړې وه چې د شپې تر لسو بجو پورې به دا ستونزه هواره شي خو تر نن سهاره پورې ستونزه لا هماغه ډول ده. د انرژۍ وزیر خرم دستگیر ویلي چې نن سهار د سیند ایالت په کراچۍ د پنجاب او پښتونخوا په ځینو سیمو کې په جزوی توګه برېښنا فعاله شوې، خو دا چې په بشپړه توګه فعاله شي، څو ساعته به نور هم واخلي.
































